د ټولني د مشرتابه غونډه

یکشنبه ۱۳-۱۰-۲۰۱۳ د ښاغلي احمدالله رحماني په کور کي

ګډون کونکي :
احمدالله رحماني
سید مقبول حبیبي
شفیق الله شفیق
حاجي عبد الله نیازي

په غونډه کي پر راتلونکو موضوعګانو خبري وشوې او پریکړه وشوه :

۱ – ښاغلي حبیبي د ټولني لپاره یوه کوټه ددفتر په توګه تیاروي چي باید د ټولو په ګډون ترتیب او تنظیم شي . ښاغلي حبیبي یو ه بله کوټه د ماشومانو د زده کړي لپاره ټولني ته ورکوي .

۲ – په راتلونکو جشنونو او محفلونو کي ټول وطنوال بیله کومه توپیره چي مجرد وي او که متاُهل ،ګډون کولای شي تر څو ټولني ته د هغوی د شامیلیدو لاره هواره شي .

۳ – د ټولني له لوښو نه چي لست به یې په راتلونکي نږدې کي د ټولني په سایت کي خپور شي ، هر غړی د ضمانت په بدل کي کار اخیستلای شي .

۴ - د ښه تنظیم په موخه ضروري ولیدل شول چي د هر جشن نه لږ تر لږه یوه میاشت مخکي د ټولني غړو ته په لیکلې توګه خبر ور کړه شي . ټول غړي باید د یوې اونۍ په موده کي د خپل ګډون او د ګډون کونکو د شمیر په اړه ټولني ته خبر ورکړي .

د غونډي شروع : د مازدیګر ۵ بجې
د غونډی پای : د ماښام
۷ بجې

نېټه : ۱۳-۱۰-۲۰۱۳

 

جلسه هیئت ریسه اتحادیه
روز یکشنبه
۱۳-۱۰-۲۰۱۳ در منزل اقای احمدالله رحماني

اشتراک کننده گان :
احمدالله رحماني
سید مقبول حبیبي
شفیق الله شفیق
حاجي عبدالله نیازي
در جلسه راجع به موضوعات اتي صحبت شده فیصله بعمل امد :
۱ – محترم حبیبي یک دفتر را بدسترس اتحادیه قرار میدهد که به همکاری همه باید ترتیب وتنظیم گردد . همچنان اقای حبیبي یک اطاق تدریسی را برای تدریس اطفال بدسترس اتحادیه قرار میدهد .

۲ – در محافل اینده همه هموطنان بدون تبعیض تجرد و یا تاُهل ازادانه اشتراک کرده میتواند تا شرایط پذیرش انها در اتحادیه تسهیل گردد .

۳ – ازظروف اتحادیه که لست انها در ایندهُ نزدیک د ر صفحه انترنت اتحادیه پخش خواهد شد،هر عضو اتحادیه دربدل ضمانت استفاده کرده میتواند .

۴ - جهت تنظیم بهترلازم است قبل از تدویر هر محفل حد اقل یکماه پیشتر به اعضاُ اتحادیه به شکل تحریری اطلاع داده شود . همه اعضاُ باید در ظرف یک هفته از اشتراک خود و تعداد نفر شان اطلاع بدهد .

شروع جلسه : ساعت ۵ بعد از ظهر
ختم جلسه : ساعت
۷ شام

تاریخ : ۱۳-۱۰-۲۰۱۳